IQNA

د اسلامی هيوادونو په تحقيقاتی او ښوونيز مركز كښې د ايران د غړيوالی څیړنه

9:18 - April 05, 2009
د خبر لمبر: 1760284
سياسی ډله: د مجلس د څیړنې مركز د جمهوری اسلامی ايران د اسلامی هيوادونو د ښوونی او اقتصادی او ټولنيزو تحقيقاتو په مركز كښې دغړی والی په هكله د خپل نظر اعلان وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د مجلس شورا د څیړنو د مركز د عمومی رابطو یې نقلوی، اجتماعی، اقتصادی او حقوقی مركز دفتر په يو كارپوهه نظر كښې وويل: د اسلامی هيوادونو د ښوونې، اقتصادی او ټولنيزو تحقيقاتو د مركز د اساسنامې د 25 بند پر اساس د كانفرنس اسلامی غړی هيوادونه د دې مركز غړی ګڼل كیږی او همدارنګ د 28 مادې پر اساس، د دې اساسنامې اصلاحات به هم د كانفرنس (د دې د غړو هيوادونو د بهرنی چارو د وزيرانو) په لاس جوړیږی او د هغې د منلو لپاره د هيوادونو د اجازت ضرورت نشته، نو دې ته په پام ايران هم چې د اسلامی كانفرنس له غړو دی د دې مركز غړې ګڼل كیږی.

دې مركز زياته كړه: دې ته په پام داسې ښكاری چې په دې مركز كښې د ايران غړې والې د نړيوالې او سيمه ايزو اړيكو د پرمختګ لپاره، په بيله توګه اسلامی هيوادونو سره د ښوونې او روزنې كښې د مرستې لپاره او همدارنګ د ټولنيزو، اقتصادی او كلتوری چارو د پرمختګ لپاره او د اسلامی هيوادونو تر مينځ د اطلاعاتو او خبرونو د ادل بدل لپاره به د ايران دا غړيوالې ګټه ور وی.
382285
captcha