د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، په دې غونډې كې چې د بدخشان صوبې د صوبايی شورا په مركز كې تر سره شوه د دې صوبې د عدلیې او قضايی چارو مشر ښاغلی «سعد الدين برهانی» د روايتونو ته پام سره د اسلامی وحدت او يووالی په هكله وويل: دا حكم د افغانستان د قوم په ګټه او سلا دی كه دا قانون مونږ عملی كړو نو مونږ به يو سياسی كړكيچه بچ شو او هيله من يو چې د راتلونكو ستونزو حل به ورګرځی.
په دې غونډه كې د بدخشان صوبې خلق د سترو محكمو مشران د كاركوونكيو انجمنو خلق، د اطلاع او كلتور مشرانو ګډون سره تر سره شوه د بدخشان د \صوبايی شورا استازی ښاغلی «مولوی ذبيح الله» وويل: مونږ نن د افغانستان د سترې محكمی حكم څخه رضايت وړاندې كوو او ملاتړیې كوو او الله تعالی غواړو چې هغه چارې دې مونږ ته راكړی چې زمونږ د دنيا او اخرت ګټئ پكښې وی.
د افغانستان د شيعه او سنې دينې عالمانو د اختلاف او امنيتې مشكلاتو مخنيوی لپاره د ولسمشر د مودې د ختميدو باوجود د سترې محكمې د دې حكم چې حإمد كرزې بايد د لسمشرۍ په كرسۍ ناست وی حمايت وكړ او دا یې په دې حالاتو كې غوره لاره وګاڼله.
386917