IQNA

د فلسطين د ملی وحدت د حكومت جوړولو لپاره مذاكرات بيا له سره كیږی

10:47 - April 17, 2009
د خبر لمبر: 1765805
نړيواله ډله: د حماس د حكومت يو لوی مسئول پرون اعلان وكړ: د فتح او حماس تر مينځ د فلسطين د ملی وحدت د حكومت د جوړولو لپاره خبرې اترې به ډېر زر په قاهره كښې بيا له سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «عرب نيوز» ورځپاڼې یې نقلوی، د سه شنبې په ورځ د وری د مياشتې په٢٥ نیټه «سامی ابو زهير» په يوې اعلامیې كښې اعلان وكړ: دا خبرې اترې به د اپريل د مياشتې په ٢٦ نیټه د غویې د مياشتې له شپږمې نیټې سره سم ترسره كیږی.

د ويلو ده چې فتح او حماس د يو ګډ حكومت د جوړولو لپاره په ٢٠١٠ميلادی كال كښې د ټولټاكنې په ترسره كولو سره يوه خله شوی دی. خو تر او سه پورې د دې ټولټاكنې د ترسره كيدو طريقه او قانونونه جوړل لا پاتې دی.
389040
captcha