IQNA

د امريكې يهوديانو د «وايلدرز» د اسلامی په خلاف خبرې وغندلی

9:58 - May 01, 2009
د خبر لمبر: 1772131
نړيواله ډله: د امريكې د اسلامی اړيكو شورا د سه شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 8 نیټه د امريكې د يهوديانو له ټولنې وغوښتل چې د فلوريدا د «پام بيچ» د ښار په كليسا كښې د «ګيرت وايلدرز» د اسلامی په خلاف ورستنۍ خبرې دې وغندی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې «CAIR» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د امريكې د اسلامی اړيكو شورا د سه شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 8 نیټۀ په یې بيانیې كښې وويل: د هالينډ افراطی سياستمدار وايلدرز په خپلې وينا كښې چې د اسلامی سره له نفرته ډكه وه خپلې ليدتوګې لكه "اسلام څه دين نه دی" او "مسلمانانو ته نبايد د بيان د ازادۍ حق وركړی شی" يو ځل بيا بيان كړی چې په كليسا كښې ورته خلكو ډاډګيرنه وركړه.
هغه په دې خبرو كښې ټينګار وكړ چې مسلمانان دې خپلو وطنونو ته ستانه شی او نور مسلمانان دې لويدیځو هيوادونو ته پری نه ښودی شی.

د امريكې د اسلام اړيكو د شورا مشر «ابراهيم هوپر» يهوديانو ته ويلی دی چې تاسو ته ښه پته ده چې كله د يو دين په وړوكی ټولی داسې بريدونه كیږی نو نتيجه یې څه وی.

او بيا یې له يهوديانو وغوښتل چې د فلوريدا د «پام بيچ» د ښار په كليسا كښې د «ګيرت وايلدرز» د اسلامی په خلاف خبرې دې وغندی.
396777

captcha