د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له نسيج اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د اسلامی نړيوال انجمن مشر «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» وويل: د سويزلينډ دا سمينار د مكې مكرمې او مادريد د دينونو تر مينځ د خبرو اترو په ترڅ كښې د عربستان د باچا «عبدالله بن عبدالعزيز» په مشرۍ كښې ترسره كیږی.
هغه زياته كړه "خبرې اترې او انسان"، "د دينونو تر مينځ خبرې اترې او په انسانی ارزښتونو باندې د هغې اغيزې"، "په اوسنۍ انسانی ټولنه كښې د تمدنونو تر مينځ خبرې"، "د تمدنونو تر مينځ د ښه اوسيدو پروګرام"، دينی ارزښتونه او د ټولنې په اصلاح كښې د هغې رول"، "تبليغاتی رسندویې او د دينو تر مينځ په خبرو اترو كښې د هغې رول" دا هغه موضوعات دی چې په دې سمينار كښې به ورباندې خبرې كیږی.
418248