IQNA

د تهران د جمعې لمانځه خطیب

کاظم صدیقی: اسلامی ایران د ټولو هیوادونو د ایټمی وسلو پر تباه کولو ټینګار کوی

11:22 - October 27, 2013
د خبر لمبر: 1790
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقی ایران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو نوی پړاؤ ته په اشارې سره زیاته کړې اسلامی ایران د ایټمی فعالیتونوله هماغه پیله د شفافیت په اساس عمل کړی دی او داسې کوم اقدام چې د نړیوالې ټولنې د امنیت خنډ شی نه دی ترسره کړی.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، دجمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقی په دې خبرې سره چې لودیځ باید په خبرواترو کې په باورجوړونې پسې شی روښانه کړه اسلامی ایران په خبرواترو کې ښودلې ده په عقلانیت تیکه لری .



د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې پّه ټینګار سره چې د یورانیمو پخول د ایران مسلم حق دی او دطبی ،صنعتی او کرهڼیزو اړتیاؤ دپوره کولو لپاره له ایټمی ټیکنالوجۍ استفاده دهیواد په پراختیا کې مهم رول لری وویل دایران ټول ایټمی فعالیتونه دتیر وخت په شان د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د پلټونکو تر کنټرول او څارنې لاندې دی.



ښاغلی کاظم صدیقی هم دا راز د لویدیځی هیوادونو کې د لانجمنو اقتصادی شرطونو او له اسلامی ایران سره معادلاتو ته د ډیرو هیوادونو اړتیاؤ په یادونې سره وویل ایران په خبرو اترو کې په کمزوری او منزوی دریځونو سره ګډون نه کوی او لویدیځی هیوادونه باید د ایران په ضد غیرمنطقی او ظالمانه بندیزونه چې د قانونی، عاطفی او عرفی اساس نه لری لغوه کړی .



د تهران د جمعې لمانځه خطیب ښاغلی صدیقی په دوام کې په عراق کې دترهه ګرو پیښو په محکوم کولو سره وویل په دغه هیواد کې ترهه اقدامات په داسې حال کې دوام لری چې دمستکبرانو دملاتړ په لاره کې نړیوال اورګانونه هیڅ ډول عملی اقدامات نه کوی.



1307541


captcha