IQNA

د شهيد مرتضی مطهری كتابونو په سل (100) ژبو كې ترجمه شوی ده‏

21:59 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916269
سياسی او ټولنيزه ډله: د شهيد مرتضی مـطهرې كتابونو په سلو (100) ژبو كې ترجمه شوی ده او د ټولنی ‏ټولو كسانو ته د شهيد مطهری د شخصيت د پيژندلو لپاره ډير زيات كوشش كول پكار دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د همدان ښار د څانګې د يو راپور پر اساس، د همدان د جمعی لمونځ ‏خطيب ښاغلی ٓيت اللہ "غياث الدين طہ محمدی" د همدان ښار د جمعی لمونځ په خطبو كې وويل چې د يو ‏مومن حق دا دی چې د هغه په ګناهونو او غلطيو پرده واچوی نه دا چې هغه سره د دوستی او ملګرتيا جوړه ‏كړی دې لپاره چې د هغو نورو عيبونو نه خبر شی او نور عيبونه تر لاسه كړی او كله یې چې موقع په لاس ‏راشی نو بيا د هغه عيبونه خلكو ته بيان كړی نو دا كس د يو منافق په څير دی ځكه چې منافق په څرګنده ‏ملګری وی او پټه د انسان دښمن وی.‏
همدا رنګ ٓيت اللہ "غياث الدين طہ محمدی" د پيغمبراكرم ګرانه لور بی بی فاطمه سلام الله عليها د ښځو ‏لپاره يوه عملی بيلګه په ټاكلو سره وويل چې زوزات سره له كوچنوالی بايد مينه ولرل شی ګڼې راتلونكې ‏ټؤلنې نه هغه انتقام اخستو كوشش كوی.‏
ايت الله محمدی د معلم او استاذ ورځې د رارسيدو ته په اشارې سره وويل چې تر اوسه پورې د شهيد مرتضی ‏مطهری كتابونه د نړۍ سلو (100) زبانونو كې ترجمه شوی دی او د ټولنی ټولو كسانو ته د شهيد مطهری د ‏شخصيت د پيژندلو لپاره ډير زيات كوشش كول پكار دی.‏
‏571158‏
captcha