د ايران د اسلامی ولسمشر احمدی نژاد د مئۍ پنځلسمې نېټې د اسراييلی دولت د جوړېدلونكبت ورځې ته په اشارې سره وويل په هغه ورځ چې د برتانيا په دسيسه د فلسطينی ولس د وژلې او بې ګنا خلكو د كډوالۍ پيل شوه نږدې اووه لكه فلسطينيانكډوال شول چې اوس یې دغه شمېر پنځوميليونو ته رسیږی.
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه په دغوكلونوكې صهيونېست رژيم د ووژنه او وباسه چې زبات شې سياست خپل كړ خو كډوالۍ له جهاده فلسطنييان ونه غړول.
د نوموړی په وينا جهاد نه يواځې په غزه اولبنانكې په غورځنګ شوبلكه د ۱۹۴۸ ټاټوبی او تل ابيب كې هم فلسطينيانو د مقاومت د پوسټرونو په پورته كولوسره مظاهرې وكړې او ډګر ته راووتل.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د صهيونېست رژيم د جنايتونو په يادولو سره امريكا ته ددغه رژيم د جګړې وزير سفر ته په اشارې سره وويل ، د امريكا ولسشمر په واشنګټن كې له ايهود باراك سره په ليدنه كې اعتراف وكړ چې اسراييل د حماس او حزب الله له توغنديو څخه په خطر كې دی او د امريكا حكومت د صهيونېست رژيم لپاره د پولادی څپر لګښت تصويب او لايحه یې مشرانو جرګې ته ولېږله.
579552