IQNA

علی لاريجانی: لويدیځ، اسلامی هيوادونو ترمينځ اختلاف اچولو پسی دی ‏

19:53 - January 20, 2011
د خبر لمبر: 2067925
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی نن په ابو ظبئ كې د اسلامی هيوادونو د پارلمانونو په غونډه كې ‏له ګډون او آماراتو ته له درې ورځنی سفر وروسته د تهران د مهر آباد په هوايی ميدان كې د خبريالانو په ټول كې د ابوظبئ د ‏غونډې په باب خپلې لاس ته راوړنې او پريكړی تشريح كړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، لاريجانی هم دا راز د اسلامی پارلمانونو په غونډه كې د ګډون والو له ‏خوا د غونډې د اساس نامې د اصلاح خبر وركړ. او وېې ويل په اسلامی نړۍ كې د اساسی كارونو لپاره د غړو هيوادونو د ظرفيت ‏لوړول د دغو بدلونونو اصلی چورليز جوړوی.‏
د ايران د اسلامی شورا د مجلس رئيس ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی د چهارشنبې په ورځ د اسلامی پارلمانونو په فوق بیړنئ غونډه ‏كې په خبرو كې ټينګار كړې ؤ كه دا غونډه غواړی چې د ملتونو جارچی واوسی او د ملتونو له غوښتنې شاته پاتې نه شی نو بايد د ‏اسلامی نړۍ د سياسی او اقتصادی تعاملاتو په غوښتنځای بدله شی.‏
د اسلامی پارلمانونو په بیړنئ غونډه كې په ابوظبئ كې نيول شويو پريكړو ته په پام سره، له نورو غونډو سره په توپير كې ګڼل ‏كیږی.‏
علی لاريجانی د ابو ظبئ په غونډه كې د دې پوښتنې په مطرح كولو سره چې اسلامی نړۍ له دې غونډو څه هيلې لری د خپلو وينا ‏اصلی چورليز د اسلامی نړۍ كمښتونو او ننګونو د اصلی ریښو او لاملونو بيان ته ځانګړئ كړ.‏
د عراق، افغانستان، لبنان، او د سوډان جنوب مسائلو ته ځغلند نظر چې د اسلامی ځواك د ورستولو لپاره پلان شوی د اوږد مهاله ‏توطيو د سختوالی او ژور والی ښودنه كوی چې د ايران د اسلامی شورا د رئيس په اند اسلامی نړۍ د دغو پیښو د لړۍ څخه درس ‏اخيستلو ته رابولی تر څو د ځانځانې او درواغجنو او غاصبو ځواكونو د تكېې په ځای د اسلامی امت پر ځواك تكيه وكړی چې د ‏اسلامې عزت خوندی شی.‏
اما دا چې پارلمانونه په اسلامی نړۍ كې بايد څه ډول عمل وكړی تر څو وكولای شی د ملتونو جارچی شی. دا هغه نكته ده چې د ‏ابوظبئ په غونډه كې لاريجانی د خپلو خبرو كې وړاندې كړه او وېې ويل د امريكايی صهيونيستی نوې دسيسې او جعلی محكمې په ‏وړاندې د غزې له مظلوم ملت او د لبنان له خلكو څخه دفاع ،او د تيونس د ملت د غږ اوريدل د پارلمانونو د غونډې لپاره د اسلامی ‏امت د غوښتنو په لړ كې له لومړنيو شرطونو او سر ټكو څخه ګڼل كیږی.‏
‏733273‏
captcha