د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی پارلمان مرستيال ښاغلی حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی د مصر بدلونونو ته په اشارې سره وويل لويدیځ اراده لری د مصر د ولسمشر حسنی مبارك پر ضد يو ساز باز كونكی او تالی څټی كس قدرت ته ورسوی چې د مصر د خلكو انقلاب له مينځه يوسی. حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی د مصر خلكو ته په وينا كښې سپارښتنه وكړه ځير ووسئ چې د تاسو انقلاب منحرف نشی او د انقلابی او صالح مشر په انتخابولو سره اجازه ورنكړئ لويدیځ د مصر انقلاب سيكولر وښيی.
حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی دغه راز په دې خبرې سر ه چې د ايران ملت به د مصر د ملت په څنګ كښې وی ويل استكبار په مصر كښې د يوه بل اسلامی انقلاب له رامينځته كيدا ويره لری.
د ايران د اسلامی پارلمان مرستيال عالم په اسلام كښې له دښمانانو سره د مبارزې ا و جهاد مقام ته په اشارې سره جوته كړه مومنان بايد په بيلابيلو زمينو كښې د دښمن د دسيسو په وړاندې جهاد وكړی.
حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی دغه راز د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب يعنی سباون لسيزې ته په اشارې سره وويل امام خمينی رحمه الله عليه د خلكو په جهاد او هڅې سر ه په ايران كې د صهيونيزم او استكبار جرړې وچې كړې او د باچا رژيم یې له مينځه يوړ.
740507