IQNA

د مراكش د قران د نړيوالو مقابلو شپږمه دوره شورو شوه

21:26 - February 06, 2011
د خبر لمبر: 2076350
نړيواله ډله: د قران كريم شپږمه نړيواله مقابله چې نامه یې "د ملك محمد شپږم انعام" دی په مراكش كښې د سلواغی د مياشتې له 16 نیټې شورو شوه.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «marocjournal» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې مقابلو كښې، چې د دوشنبې تر ورځې د سلواغی د مياشتې تر 18 نیټې به دوام ولری، د 33 عربی او اسلامی هيوادونه ګډون لری او مقابله به كوی.
د مراكش د اسلامی چارو او اوقافو وزير «احمد توفيق»، په يوه اعلاميه كښې د دې مقابلو د ترسره كيدو غرض، د قرانی چارو پرمختګ وښوده.
ګډون كوونكی به دوه ورځې د ملك محمد دوم په جومات كښې يو بل سره مقابله كوی.
دا مقابلې د ټول قران د حفظ، ترتيل او تفسير په هكله او همدارنګ د پينځه حزبونو د حفظ ترتيل او روخوانۍ په هكله ترسره كیږی.
په دې مقابله كښې تونس، ليبی، موريتانی، الجزاير، مصر، سودان، عربستان سعودی، امارات متحده عربی، اردن، سريلانكا، مليشيا، پاكستان، انډونيشيا، تركيه، قطر، نيجريه، گينه، كوناكری، مالی، سنگال، ساحل عاج، فلسطين، يمن، بحرين، گامبيا، كويت، لبنان، بنين، گابن، چاد، مركزی آفريقا ، نيجر، عمان و برونئی، ګډون كوی.
742630
captcha