IQNA

احمدی نژاد: امريكا، د ايران او سعودی عرب له ملګرتيا ويریږی

11:17 - November 08, 2011
د خبر لمبر: 2218959
سياسی ډله: محمود احمدی نژاد وويل چې امريكا د ايران او سعودی عرب له دوستۍ ويرېږی او د اختلاف جوړولو لپاره په نويو سازشونو پسې ده
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د مصر له الاخبار ورځپاڼې سره په مركه كې په دې بيان سره وويل : سپينه ماڼۍ په داسې حال كې نور تورنوی چې ترهه ګر د دغه هيواد تر ملاتړ لاندې دی او سپينه ماڼۍ د خپلو غوښتنو د پوره كولو لپاره له ترهه ګرۍ ملاتړ كوی.
هغه زياته كړه اسلامی ايران د امريكا له هڅو سره سره د سيمې له ټولو هيوادونو سره خپله دوستی پياوړې كوی.
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه : دښمنان هڅه كوی د ولسونو په مينځ كې اختلاف واچوی او د دې په مقابل كې بايد د سيمې ولسونه او دولتونه خپل اړيكی تر پخوا زيات ټينك كړی او اسلامی ايران هوډمن دی چې په دې لاره كې كلك ګامونه پورته كړی.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد په تركیې كې ناټو د توغندوی ډال په هكله ديوې پوښتنې په ځواب كې وويل : اسلامی ايران او تركيه ښه تعلقات لری او تهران باوری دی چې دا خبره د تركیې په ولس تپل شوې او د تركیې او د سيمې د هيوادونو په تاوان ده .
ولسمشر د دې پو ښتنې په ځواب كې چې په سوریې كې چې څه روان دی يوه امريكايی او صهيونسټی توطئه ده چې مقصد یې د مقاومت بهير ته تاوان رسول وی وويل : هو، سلطه پالی مقاومت ته تاوان رسول غواړی او سوريه په سيمه كې د مقاومت يو چورليز او په لومړۍ كرښې كې ده .
ښاغلی احمدی نژاد وويل چې دښمنان د مصر او ايران له اړيكو هم اندیښمن دی ځكه چې پوهیږی كه مصر او ايران يو ځای شی نو د دښمن د سلطې لپاره كوم ځای نه پاتې كیږی.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د دې پوښتنې په ځواب كې چې امريكا هڅه كوی د ايران په خلاف امريكايی اروپايی اجماع جوړه كړی وويل : امريكا او اروپايانو هميشه غوښتې دی چې په ايران ګوذار وكړی خو په تاريخ كې هیڅ دښمن له ايرانه نه دی خوشاله شوی.
هغه وويل چې د صهيونست رژيم لاره هم پای ته رسيدلې ده او كه د سيمې له ولسونو پوښتنه وشی يو ولس هم دغه رژيم نه منی.
894728
captcha