د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د سمندری ځواك د كليزې په مناسبت د دغه ځواك له قوماندانانواو مسئولانوپه ولولناك ټول كې د ملتوتو په سپكاوی او د تيرو ميراثونو په تباه كولو او هم دا راز پر ملی شتمنيو او ګټود سلطې په موخې سره د هغوی د بې وسيو په القاءكولو كې د استعمارګرانو په تيره انګلستان مخينې ته په اشارې سره ټينګار وكړ، د قاجار او پهلوی په پړاؤنو كې د سلطه ګرو د غوښتنې په مقابل كې د هيواد مسئولان ذليل او كمزوری وو ،په همدې دليل د ايران دملت د ګټو په لړ كې د مثبتو ګامونوپه پورته كولوكې بې وسه وو
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز زياته كړه د ايران ملت بايد د هغه عزت قدر وپيژنی چې اسلامی انقلاب ورته ډالۍ كړی.
د اسلامی ايران د ټولو قواؤ ستر قوماندان حضرت آيت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوريت پوځ، بسيجی ځواك او سپاه پاسدارانو ته سپارښتنه وكړه د خپلو ماموريتونو په ترسره كولو كې دې زيات جديت او دوه برابره اهتمام وكړی او خپل داخلی جوړښت، د كلك هوډ او جدی ارادې او هم دا راز د بيلا بيلو علمی توانمنيواو ډول ډول مهارتونو د زياتيدا له پلوه برابر او پياوړی كړی
907256