د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، درستو شاميانو په دغو مظاهرو كې د بشار اسد د عكسونو او د سورئې د بيرغ په اچتولو سره ملی سرود ووايه او په شعارونو كې ئې د تالی څټو عربانو په خلاف سخت شعارونه وركړل.
عربی اتحادئې د قطر د خارجه وزير شيخ حمد بن جاسم آل ثانی په مشرۍ په يوې ناستې كې اعلان وكړ دغې اتحادئې فيصله كړې د سورئې په ضد اقتصادی بنديزونه تصويب كړی.
دا لومړنی ځل دی چې عربی اتحاديه د يوه خپل همتړونه هيواد په ضد اقتصادی بنديزونه لګوی.
دغې اتحادئې پخپل پريكړه ليك كې له سورئې غوښنتی دی تاؤتريخوالی دې ودروی او په سورئې كې دې دغې اتحادئې د پلټونكو د شتون لپاره زمينه هواره كړی چې د سورئې چارواكو د پلټونكو د شتون په موضوع سخت ټكونه كړی دی
دا په داسې حال كې دی چې په سورئې كې په ډيرولاريونونو او مظاهرو كې داسې ترهه ګرنيولی دی چې پخپلو اعترافونو كې ئې ويلی دی له ځينو عربانو شهزادګانو او مشرانو ئې پيسې او وسلې ترلاسه كړی دی
907026