د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: «محمد صلاح احمد حسن» په دغه دوره كښې د ايكنا د مختلفو برخو كتنه وكړه او د دغه خبری آژانس د مختلفو سرويسونو لكه د قرآنی، نړيوالو، ادبی، سياسی او داسې نورو سرويسونو سره د آشنا كيدو په ترڅ كښې د دغه خبری آژانس د خبرونو د توليد او خپريدو له بهېر نه خبر كړې شو.
دوی بيا د ايكنا خبری آژانس د يو شمير مسئولانو سره په كتنه كښې، په ايران او ايكنا كښې له خپل شتون څخه خوښی وښودله او وئې وئيل: د ايكنا خبری آژانس د ٣٧ مختلفو ژبو په لرلو سره په نړۍ كښې په خپل كار كښې بې مثاله دی او يو ارزښتناك كار ترسره كوی. 944337