IQNA

په قرآن كښې د قصص الانبياء سره د بهرنيو سيلانيانو آشنائی

20:54 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310195
بين المللی ډله: په وړومبی ځل د عربستان د الخبر نومی ښار په هوټلونو كښې غيرمسلمان سيلانيان د قرآن له نظره د قصص الانبياء سره د آشنا كيدو له امكان څخه برخمن كیږی.
د «Arab News» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د الخبر ښار په هوټلونو كښې د الهی انبياؤ په اړه د قرآن كريم د قصو د انګريزی ترجمو په وركولو سره غيرمسلمان سيلانيان دا امكان پيدا كوی چې د حضرت عيسی (ع) او د نورو الهی پيغمبرانو په هكله د قرآن د ليدتوګې سره آشنا او بلد شی.
دا اقدام د قرآن كريم او د مسلمانانو له نظره د سولې او مينې د پيغمبر په توګه د حضرت عيسی (ع) د لوړ موقعيت سره د غيرمسلمانانو د بلدتيا په موخه ترسره كیږی.
غيرمسلمان سيلانيان به د حضرت عيسی (ع) د داستان نه علاوه د حضرت نوح (ع)، حضرت ابراهيم (ع)، حضرت موسی(ع) او د حضرت محمدمصطفی (ص) او د نورو قرآنی قصو او داستانونو سره هم آشنا او بلد شی. 990980
captcha