د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الاهرم خبری ويب پاڼې یې نقلوی چې ارسلا رحمانی، چې د طالبانو د واكمنۍ په موده كې مهم چارواكی او وزير ؤ، د سولې د عالی شورا د هغه كميسون مشری په غاړه لرله چې د طالب بنديانو د خلاصون لپاره هلې ځلې كوی. رحمانی داسی مهال وويشتل شو چې موټر یې د نورو موټرو په ګڼه ګوڼه كې ايسار شوی و.
د كابل ولايت له جنايی جرمونو سره د مبارزې رييس وويل، حمله كوونكی په يوه بل موټر كې سپاره ؤ.
ده هم دا راز وويل چې رحمانی د ولسی جرګې له غړيو او حكومتی چارواكو سره د خبرو لپاره د رسنيو مركز ته روان و.
كه څه هم طالبانو د مولوی ارسلا رحمانی وژل د دوئ كار نه دی بللی، خو په ننګرهار ولايت كې د فدايانو د محاذ ويندويی قاری حمزه مونږ ته وويل چې مولوی ارسلا رحمانی دوئ وژلی دی.
دغه محاذ ځان له طالبانو جلابولی، چې له دې مخكې یې هم مونږ ته خبرونه را استولی دی، د ارسلاح رحمانی وژل كېدا له طالبانو سره د سولې خبرو هلوځلو ته لوی ګوزار ګڼل كېږی.
دا په داسی حال كښې دی چې د افغانستان مشرانو جرګه وايی وسله وال مخالفين سولې ته ګروهنه نه لری
مشرانو جرګې ته د ارسلا رحمانی د وژل كيدو د خبر له رسيدو سره سم د دغې جرګې ځينو غړو د نوموړی په شخصيت له لنډو خبرو وروسته خپله ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله.
د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزد يار چې د غونډې رياست یې پر غاړه وه، د ارسلا رحمانی وژنه د دې څرګندويه وبلله او ویې ويل كه څه هم دولت د سولې غیږ پرانستې خو ده وويل، وسلوال مخالفين له ترور او وحشت پرته د بل څه په اړه فكر نه كوی.
د ويلو ده په دی وروستيو كښې د هغوطالب مشرانو مرموزې وژلی زياتی شوی چې د افغان حكومت په وړاندې نرم سياست لری او يا له پاكستان څخه ليری كیږی .
د ويلو ده چې د طالبانو يو مشهور قوماندان ملا اسماعيل څه موده مخكې د كویټی د شورا لخوا پاكستان ته وروغوښتل او هلته ووژل شو .
ارسلا رحمانی د طالبانو د رژيم پرمهال د لوړو زده كړو وزارت مرستيال او تر هغه وړاندې د برهان الدين ربانی د واكمنۍ پرمهال د حج او ارشاد وزير و.
مولوی ارسلا رحمانی د 'حركت انقلاب اسلامی افغانستان' غړی و، چې بيا وروسته ددغه ګوند له مشر مولوی نصرالله منصور جلا او بېل ګوند یې جوړ كړ.
1006929
`