IQNA

د معظم رهبر په فتوا باندې پخلے، د خبرو اترو په درشل كښې د لويدیځ تبليغاتی مانوره

23:16 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332022
سياسی ډله: د تهران د پوهنتون د علمی پلاوی غړی د اېټمی وسلو د حراموالی متعلق د اسلامی انقلاب د معظم رهبر فتوې ته د ليودیځ د پام لرنې په شننه كښې وويل: لويدیځوال له يوې خوا د معظم رهبر فتوې ته د يو ضمانت په توګه نظر كوی او له بلې خوا د تبليغاتی بحث په قالب كښې غواړی داسې وښئ چې بالاخره زمونږ دباوونو نتيجه وركړه.
د تهران پوهنتون د علمی پلاوی غړی محمد صادق كوشكی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې له ايران سره د پينځۀ جمع يو ډلې په وروستيو خبرو اترو كښې د معظم رهبر په فتوا باندې د لويدیځ په تېره بيا د امريكې د خاص تاكيد د څه رنګوالی په حقله وويل: داسې ښكاری دچې امريكا او لويدیځ دې قضیې ته په دوو نظرونو سهر ګوری، وړومبے دا چې د معظم رهبر فتوا د يو لړ عملياتو ضمانت وركوونكے ده په دې معنا چې د ايران اسلامی جمهوريت د اېټمی وسلو په لور د حركت لپاره څه ګروهنه نۀ لری او بله دا چې هغوی غواړی دا مسئله يو ډول خپله كاميابی وګنی، يعنې ووائی چې زمونږ دباوونه د دې سبب شول چې ايران د ایټمی وسلو د جوړو او توليد په لور له حركت څخه لاس واخېست. په بله معنا: لويدیځوال له يوې خوا د معظم رهبر فتوې ته د يو ضمانت په توګه نظر كوی او له بلې خوا د تبليغاتی بحث په قالب كښې غواړی داسې وښئ چې بالاخره زمونږ دباوونو نتيجه وركړه.
هغۀ وويل: د اسلامی انقلاب د معظم رهبر فتوا نۀ د لويدیځ لخوا د يو دباؤ د عامل په توګه نۀ شی ګرځېدې، ځكه چې اسلامی جمهوريت له ابتداء نه تر ننه پورې په يو يوشان او مدام چلند كښې اعلان كړے چې د اېټمی وسلو جوړولو ته څه ګروهنه نه لری او اصلا دغه لوری ته یې هډو حركت نه دے كړے.
هغۀ څرګنده كړه د معظم رهبر فتوا څه نوے ښكارنده نه ده چې په دې ورځو كښې راپېدا شوې وی بلكې دا يواځې د لويدیځوالو پروپېګنډې دی چې يو ټكے ډېر غټ وښئ.
1012926
captcha