IQNA

په پاكستان كښې د شيعه مسلمانانو د وژلې په خلاف د دغه هيواد د خلقو مظاهرې

21:00 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398512
نړيواله ډله: د پاكستان د دينی مشرانواو د بشری حقوقو فعالانو پرون د وږی د مياشتې په دريمه نېټه د پراخو مظاهرو په كولو سره په دغه هېواد كښې د شيعه مسلمانانو وژله وغندله او د دغو جنايتونو د ختمولو غوښتونكی شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د The Express Tribune د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د پاكستان مجلس وحدت مسلمين د دغو مظاهرو د منظمول چې د جمعې له نمانځۀ نه پس شروع شوې په غاړه لرل.
د پاكستان د دغه مجلس د سېكتر مرستيال علامه اصغر عسكری په دغو مظاهرو كښې د شيعه مسلمانانو د وژلې د عاملانو په نيولو او د ګلګت بلتستان په لاره كښې د شيعه مسافرانو د امنيت په ټينګولو كښې د پاكستان د حكومت ناتوانی وغندله.
علامه عسكری همدارنګ په دې زمينه كښې د اخباری بيانونو په جاری كولو باندې د بسنې په خاطر د دغه هېواد په حكومت باندې سخته نيوكه وكړه.
هغۀ خبردارے وركړ: په دغه هېواد كښې د شيعه مسلمانانو د قتل عام په دوام او د افراطی او اورپكو ډلو په جنايتونوباندې د سترګو پټولو په صورت كښې به په پاكستان كښې د تاوتريخوالو او جنګونو يوه نوې څپه رامنځته شی.
1084143
captcha