د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، څه موده مخكښې د جينكو زده كوونكو د پردې او ستر د منعې په حقله د فلپائن په مېډاناؤ په جزيره كښې د پېلار په نامه د د كېتولېك هائی سكول فېصلې په فلپائن كښې د بشری حقوقو د مدافعينو اتحادیې PAHRA په شمول د بشری حقوقو د فعالانواو مسلمانو ډلو لخوا په دغه سيمه كښې د مسلمانانو د دينی حقوقو تر پښو لاندې كولو په نسبت زيات احتجاجونه له ځان سره ولرل.
بالاخره د سكول مسئولان د پردې د منعې په قانون كښې د بيا نظر كولو ته مجبور شول او چې په كامله توګه د ستر او پردې لرې كول وخت ته ضرورت لری اعلان وكړ چې د ٢٠١٣ كال د جون له مياشتې نه به جينكۍ زده كوونكې په اسلامی پردې او ستر سره داخلېدې شی.
همدارنګ په دغه سكول كښې د دينونو د مطالعې له څانګې سره په اړوندو برخو كښې د دينونو د تطبيقی مطالعو ځاے كول له نورو هغو فېصلو څخه دی چې د مسئولينو په عقيده د مسلمانانو او مسيحيانو د تعلقاتو په ښۀ كېدو كښې به موثره وی او د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو لپاره به زمينه برابره كړی.
د وېلو ده چې د فلپائن مېنډاناو جزيره تقريباً پينځۀ ميليونه مسلمانان لری او مسلمانان د فلپائن د نفوسو چې اكثر كېتولېك دی اتۀ فيصده دی.
1102266