IQNA

کابل کښې د عاشورا حماسه معرفی کولو نندارتون

16:25 - December 17, 2014
د خبر لمبر: 2620689
خارجی څانګه: د امام حسین علیه السلام پاڅون او د عاشورا حماسه په انځورونو او نقاشی په شکل کښې نندارتون کښې وړاندې شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د دې نندارتون د امام حسین علیه السلام د څلویښتی په مناسبت سره د (عاشورا حماسه او د تجلی ظهور) عنوان لاندې د کابل ښځو له طرفه پرانیستا وشوه.

دا نندارتون چې اوه ورځې به ادامه لری، د امام حسین علیه السلام د مدینه نه تر کربلا تګ او د کربلا پېښه په انځورونو او نقاشی کښې بیان شوې.

د افغانستان د مجلس غړی کبری مصطفوی چې په دې نندارتون کښې ګډون کړی وو د دې نندارتون د اهمیت په اړه یی ؤ ویل: دا نندارتون به د کربلا پېښه ټول تفصیل سره ځوانانو ته منتقل کړی.

مصطفوی زیاته کړه: دا رنګه نندارتون پیل کول د امام حسین علیه السلام پاڅون ژوندی ساتلو کښې لوی تأثیر لری.

هغه څرګنده کړه: د امام حسین علیه السلام پاڅون په دې حالاتو کښې پیژندنیه د افغانستان ځوانانو او نوی نسل لپاره ډېر ضروری وو هغې ؤ ویل: باید دا رنګه نندارتون نه د امام حسین علیه السلام د پاڅون صحیح هدف نوې او ځوان نسل ته منتقل کړو.

د نندارتون مشری صدیقه حسینی هم ؤ ویل: د دې نندارتون پیل کولو نه هدف د ټولنیز د خلکو له عاشورا پېښه سره اشنا کول وو.

هغې زیاته کړه: دا نندارتون د عاشورا پېښې له ټول تفصیل سره د انځورونو په شکل کښې وړاندې شوی، چې د هیواد ځوانان له عاشورا له ټولو مسئلو او تفصیلاتو نه خبر او ورسره آشنا وی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2618452

captcha