IQNA

افغانستان کښې د بصیرت ولایی کتاب لوستلو مقابله کښې تر ټولو غوره نومونو اعلان

3:14 - December 25, 2014
د خبر لمبر: 2626638
خارجی څانګه: افغانستان مزار شریف ښار کښې د ولسی کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان غړی دفتر د بصیرت ولایی کتاب لوستلو مقابله کښې د غوره نومونو اعلان وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا ویب پاڼه نه په نقل، دا مقابله د پیغمبر صلی الله علیه و آله د رحلت ، د امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت ورځې او د امام علی رضا علیه السلام د شهادت ورځې په مناسبت سره پیل شوه او په دې کښې د افغانستان د مزار شریف نه تقریباْ ۴۵۰۰ کسانو ګډون وکړو.

دا مراسم د مزار شریف سلطانیه لوی جومات کښې د ولسی کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان عمومی مشر حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری او د حضرت آیة الله ناصر مکارم شیرازی په افغانستان کښې تام الاختیار غړې په شتون کښې پیل شو چې په دې مقابله کښې تقریباْ د ۳۰ غوره کسانو نومونو اعلان ؤ شوو.

په دې مراسمو کښې د مزار شریف کلتوری او دینی پروګرامونه پیل کوونکې اداره چې د ولسی کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان سره یی د کتاب لوستلو مقابله کښې مرسته کړې وه د مننه او ستاینې لپاره ولمانځلې شو.

د راپور له مخې، د بصیرت ولایی کتاب په دې لوی مقابله کښې ۴۵۰۰ کسانو ګډون وکړو چې په کښې ۳۰ کسان غوره شول او د دې مقابله جایزې یې ترلاسه کړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2625268

captcha