قرآنی خبر خپروونکې نړیواله (ټولنه) راپور له مخې، د پاکستان جماعت اسلامی مشر سراج الحق د اسلامی ولس یووالی ضرورت باندې تاکید وکړو او وې ویل: د اسلامی ولس یووالی له ایټم بم نه هم زیات تاثیر لری او له دې تاوتریخوالی او افراطی ډله سره مقابله یواځې لار هم د ولس یووالی دی.
سراج الحق چې د پاکستان باجوړ سیمه خلکو ته یی تقریر کولو د دې هیواد کښې د بهرنې دسیسه په مخامخ د ولس هوښیارتیا باندې تاکید وکړو او وې ویل: امریکا او ناټو په افغانستان کښې له ماتی سره مخامخ شوی او د رذالت نه پس له افغانستان نه تللو ته مجبور دی.
هغه زیاته کړه: جماعت اسلامی له نړیواله سازمانونو غوښتنه کوی چې د افغانستان په بهرنی چارو کښې لاس نه وهی، او د افغانستان ولس او خلک دی خوشی کړی چې د خپل هیواد راتلونکې وخت پخپله رقم کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/2652178