IQNA

د افغانستان د ولسمشر د ترهګری سره مقابلې لپاره د عالمانو چمتو کولو باندې تاکید

5:57 - February 21, 2015
د خبر لمبر: 2875726
بهرنې څانګه: د افغانستان ولسمشر د اسلامی نړۍ عالمانو د ترهګری سره مقابلې لپاره چمتو کېدو ضرورت باندې تاکید وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، پرون په تیلفون باندې د اردن بادشاه دویم عبدالله سره د ترهګری په خلاف سره یو ځې مقابلې باندې تاکید وکړو.

د افغانستان ولسمشرې انګړ اطلاع ورکړی: محمد اشرف غنی ړومبی د افغانستان او د افغانستان د خلکو له اړخه د داعش په لاسونو اردنی هواباز معاذ الکساسبه سوځېدو باندې خواخوږی وړاندې کړو.

غنی ورته په تیلفون وویل: ما د امنیتی ۵۱ کنفرانس خپلې وینا کښې د سیمې او نړۍ په سطح باندې د ترهګرو سره مقابلې لپاره په اتحاد او یووالی باندې تاکید کړی وو.

د هغه د وینا په رڼا کښې افغانستان او نور اسلامی هیوادونه اړتیا لری چې د ترهګرو سره مقابلې لپاره سره یو ځې جدی قدم اوچت کړی او د اسلامی نړۍ عالمان دې باید د اسلام صحیح تصویر وړاندې کړی او د ترهګری سره مقابلې لپاره دې چمتو شی.

عبد الله ته خواخوږی وړاندې کولو په اړه د افغانستان ولسمشر وویل: زمونږ د ټولو درد یو دې او افغانستان د نور هیوادونو نه زیات د ترهګری ښکار شوی، اوس دا زمونږ شرعی او وجدانی وظیفه ده چې د ترهګری سره مقابلې لپاره چمتو شو.

د اردن پادشاه د افغانستان د ولسمشر دا خبره چې د اسلامی نړۍ عالمان دې د ترهګری خلاف چمتو شی وټاکله او وې ویل: چې مونږ له محمد اشرف غنی سره په دې اړه مرسته او ملاتړ ته تیار یو. 

http://iqna.ir/fa/inter/News/2860587

captcha