نړیواله ډله: لبنانی اهل سنت عالم او د لبنان وحدت او اصلاح غورځنګ مشر شیخ ماهر عبدالرزاق، مذهبی دسیسه او اختلاف پاروونه او دینی فتنه ته لمن وهل د رژیم صهیونیستی د ګټو خدمت کول دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «النشره» خبرونو بنسټ نه په نقل، شیخ ماهر عبدالرزاق د سیاستوالو او دینی عالمانو نه د سیمې شرایط پېژندلو او د مختلفو ستونزو سره مقابلې پر لازمتیا باندې تاکید سره اظهار وکړو: ټول په کار دې د لبنان ملی مصالح نظر کې ونیسی او د مذهبی لمسوونکې وینا او ډله ډلبندی څنګ ته کړی.
هغه د سوریه او لبنان ځواکونو سرحدونه ساتلو او د امنیت حفظ کولو همکاری ته ادامه ورکولو غوښتنه وکړه او وې ویل: تکفیری ګواښونو سره مقابله او د دواړو هیوادونو سره مشترک مصالح دا تقاضا کوې چې د لبنان او سوریه ځواکونه له یو بل سره همکاری ولرې.
دې لبنانی سنی عالم د ملی یووالی حفظ کول د سوله یز ژوندون لپاره د لبنان د نننی ضرورت وټاکلو و وې ویل: ټولو باید د لبنان د پوځ ملاتړ شو او د لبنان د سرحدونو نه دفاع وکړو او اجازت ور نکړو چې دا حکومتی بنسټ کمزوری شی.
http://iqna.ir/fa/News/3260615