قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Pakistan Observer»خبرونو بنسټ نه په نقل، د مختلفو مذهبونو له دوه زره عالمانو پرون د نظام صلاة کانفرانس کښې چې د پاکستان دینی چارو وزارت له اړخه پیل شو د خپل حمایت اعلان وکړو.
هغې د دینی پیوستون ته پراختیا لپاره د دولت کوښښونه ولمانځل او اعلان یی وکړو چې دا اقدام به د ټولنې له سلامتیا او ښه نتایجو سبب وی.
د پاکستان د دینی چارو وزیر سردار محمد یوسف په دې کانفرانس کښې وویل: د پاکستان پای تخت کښې د یو اذان طرحې نه پس دا طرحه به د عالمانو په همکاری سره سراسر هیواد کښې پیل کېږی.
یوسف اعلان وکړو چې د پاکستان دینی چارو وزارت د اذان یو جدول ټولو جوماتونو ته لېږلی چې هدف یی په ټولنه کښې د یووالی، نظم او پیوستون خپرول دی.
هغه تاکید وکړو چې مدرسو، پوهنتون، دولتی موسسو او تجارتی بنسټونه به هم د اذان کولو جدول نه متابعت کوی.
سردار یوسف څرګنده کړه: قرآن کریم او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سنت د بشری ژوند یو کامل منشور دی چې وړاندې شوی دې مسلمانان باید په دې جهان او هغه جهان کښې کامیابی لپاره د قرآن او د پیغمبر صلی الله علیه و آله سیرت نه متابعت وکړی.
هغه په خپل تقریر کښې د قرآن کریم بنسټ او د اسلامی ښوونو کمېسیون د دینی مدرسو لپاره غوښتنه وکړه.
http://iqna.ir/fa/News/3308454