قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (The National) خبرونو بنسټ نه په نقل، وسیم یوسف د ابوظبۍ شیخ زاید جومات خطیب او د دې مقابلو پیل کوونکی مشر چې دا مقابلې ړومبی ځل پیل کېږی د دې مقابلو د نوم په اړه یی وویل: د «التحبیر» لفظ معنا د قرآن په ښکلې آواز کښې قرائت دی.
هغه د امارات او نورو هیوادونو په دې مقابلو کښې د شرکت څوبمن کسانو نه غوښتنه کړی چې د خپل قرائت لنډه ویډیو د اینسټاګرام( د انځور او ویډیو ونډې ټولنیزه وېبځای) ګڼون @TahbeerQuran باندې را ولېږی.
دا مقابلې به د جمعه له ورځې شروع کېږی او د رمضان مبارکې میاشتې تر ۲۰ پوری به ادامه لرې، د شرکت څوبمن کولې شی چې په دې وخت کښې خپل ویډیو مونږ ته را ولېږی.
تراوسه د ۳۷۰۰ نه زیات کسانو د ۵ کلنو نه تر ۳۲ کلنو پوری په دې مقابله کښې شرکت کړی.
دا شرکت کوونکې د ۱۵ نه زیاتو هیوادونو نه لکه امارات، عمان، یمن، عراق، اردن او فلسطین نه دی.
په دې مقابلو کې به فیصله کوونکې مختلف معیارونو ته لکه آهنګ، د حرفونو د تلفظ دقت او د آیتونو حفظ کولو ته ګوری او د رمضان په اخیرنی ورځو کښې به د ګټونکو نومونه څرګنده کوی.
د ړومبی مقام روړونکې جایزه به د امارات ۲۰ زره درهم وی.
د دې مقابلو پیل کولو مسؤولانو په وینا د دې مقابلو هدف د مسلمانانو قرآن حفظ کولو ته ترغیب او نړۍ ته د اسلام د اعتدال پیغام وړاندې کول دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3312060