IQNA

د دمشق کنفرانس په اخیرې بیانیه کې تاکید اوشو؛

ټینګښت، د سیمې ولس لپاره د تکفیری ترهګرې له مونډه ویستلو امید دی

9:08 - July 27, 2015
د خبر لمبر: 3335602
نړیواله ډله: د سوریه، پایتخت دمشق ښار کې د تکفیری ترهګرو سره رسنۍ مقابله نړیواله کانفرانس اخیرنی بیانیه کښې شرکت کوونکو تاکید وکړو: د ټینګښت محور، د سیمې ولس لپاره د تکفیری ترهګری له مونډه ویستلو امید دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د سوریه رسمی خبرونو «سانا» نه په نقل، د تکفیری ترهګرو سره رسنۍ مقابله نړیواله کانفرانس چې دوه ورځې د دمشق ښار دارالاسد کلتوری مرکز کښې پیل شو، د هفتی په ماښام یوه بیانیه خپرولو سره یی خپل کار پایی ته ورسولو، شرکت کونکو په دې کانفرانس کښې د ترهګری سازمانونه د نړۍ د هیوادونو مشترکه دښمن په عنوان سره معرفی کولو ضرورت باندې تاکید وکړو.

په دط بیانیه کښې چې د «دمشق بیانیه» عنوان سره وړاندې شوی، د ترهګری ټول سازمانونه د ترهګری په فهرست کښې د هیوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان په سطح درجولو ضرورت او ترهګری سره مقابله کولو او د ترهګرو نه حمایت کوونکې هیوادونو محکومیت باندې تاکید شوی.

همدارنګه په دې اخیرنی بیانیه کښې چې د سوریه اطلاعاتو وزیر قرائت کړه راغلې: د ټینګښت محور، د سیمې ولس لپاره د تکفیری ترهګری له مونډه ویستلو امید دی.

د دې بیانیه په ادامه کښې راغلې چې د ترهګری او تکفیری سامانونه چې نن یی مالی، رسنۍ او نظامی قدرت زیات شوی دا د نړیواله سیاسی مخالفتونو چې تراوسه په د نړۍ په ډېرو هیوادونه حاکم دی سبب دې او اوس ترهګری ډلې تر هغه مرحلې رسېدلی چې کوښښ کوی خپل اهداف د نړۍ په ځنې هیوادونو لکه افغانستان، سوریه، عراق، لیبی، تونس، مصر او یمن کښې ترلاسه کړی.

په بیانیه کښې د ترهګرو په خلاف د ټینګښت محور باندې تاکید شوی او په نړیواله او سیمیز سطح باندې ترهګری سره د مقابله کولو غوښتنه کړی.

همدارنګه په دې بیانیه کښې سیاسی، امنیتی، نظامی اقدام د سیمیز او نړیواله سطح باندې د ټولو هیوادنو نه د ترهګرو سازمانونو سره مقابلې لپاره دعوت شوی.

د ترهګری سره مقابلې لپاره یو نړیواله رسنۍ بنسټ جوړول هم د دې نړیواله کانفرانس غوښتنه وه چې په دې اخیرنی بیانیه کښې ورته توجه کړی.

همدارنګه د دمشق په بیانیه کښې تاکید شوی چې د فلسطین مسئله د اسلامی ولس د آرمان محور دی او صهیونیست او تکفیری ډلې د یوې سکې دوه مخونه دی.

همدارنګه په بیانیه کښې د هغه هیوادونو  او حکومتونو نه چې د ترهګری سره مقابله کوې حمایت شوی او تاکید یی کړی چې سیاسی لارې د دې بحران لری کولو لپاره خپلې شی.

د اسلامی تلویزون او راډیو اتحادیه مشر علی کریمیان د دې کانفرانس د پایی مراسمو کښې د سیمې حالاتو ته اشارې سره وویل: ځنې رژیم چې د ترهګری ملاتړ دې د سقوط په درشل ولاړ دی.

هغه ترهګری یو نړیواله مسئله وګڼله او وې ویل: ترهګری یو نړیواله مسئله ده او له عراق، شام، یمن، فلسطین او لبنان سره نه ده تړلې او هغه هیوادونه چې له دې ترهګرو نه حمایت کوی په اصل کښې هغې د تاوتریخوالی تخم په سیمه کې کری چې هغې به ترې هم نه خلاصېږی.

هغه دا کانفرانس د شام د ملت، حکومت او د ځواک چې د دغه هیواد ولسمشر بشار اسد په لارښودنه کښې د تکفیری ترهګرو ډلو سره او د هغې بهرنې حمایت کوونکو سره مقابله کوې، لپاره پایېدونکې بریالیتوب وټاکلو.

دا کانفرانس د جمعه په ورځ د شام خارجی چارو وزیر ولید معلم، د ایران اسلامی کلتور او لارښود وزیر، د شام اطلاع رسوونکې وزیر او د شام، عربی او ایران، کوبا، اسپانیا، چین، ترکی، افغانستان، پاکستان، مصر، لبنان، عراق، الجزایر، مغرب، بحرین، اردن، سوډان، عربستان، تونس، قبرس، انگلیس ، آلمان او کویت خارجی  ۱۳۰ شخصیتونو په ګډون سره شروع شوی وو چې پرون یوه بیانیه وړاندې کولو سره یی خپل کار تر پایی ورسولو.

دا نړیواله کانفرانس د شام اطلاع رسوونکې وزارت او د دمشق «دار الاسد» فرهنګی هنری مرکز په مرسته پیل شو.

http://iqna.ir/fa/News/3335157

captcha