IQNA

پاکستانی عالمان:
23:24 - August 10, 2015
د خبر لمبر: 3341149
خارجې څانګه: د پاکستان عالمانو پرون، په دغه هیواد کښې یوه غونډه کې تاکید وکړو: د دینونو ترمنځه خبری اترې، ټولنیزه برابری له به نړۍ کې وده ورکوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، حیدر آباد کې د ایران فرهنګی ادارې نه په نقل، د یوې ورځې غونډه د پاکستان «پاک د سولې مطالعو لپاره» موسسه له اړخه د پاکستان حیدر آباد ښار هوټل کې د عالمانو او څېړونکو په شتون کښې د «پاکستان کې ټولنیزه برابری څه رنګه ممکنه ده؟» موضوع لاندې پیل شوه.

په دې غونډه کښې د ۴۰ نه زیات د مختلفو دینونو څېړونکو ګډون وکړو او د پاکستان «پاک د سولې مطالعو لپاره» موسسه  مشر محمد عامر رانا په کې تقریر وکړو.

هغه وویل: هیڅ یو ټولنیزه تر هغه ایډیال نشی کېدلې تر کومې چې هغې کښې د مختلفو دینونو منونکې خپلو کښې سره  برابروالی او تحمل اختیار نکړی.

مېرمنې رومانه بشیر، دې غونډه کې تقریر کوونکې بله مېلمنه وه چې وې ویل: که چرې اقلیت خپل کار ترسره کړې نه وې نو د پاکستان جوړول ممکن نه وو، خو ولی دا زمونږ نسل ته نه ښودلې کېږی.

هغې ادامه کې وویل: پاکستان کښې ټولنیزه برابری لپاره ضروری ده چې د هیواد او نړۍ په سطح د دینونو ترمنځه خبرو اترو له وده ورکړو، اسمانې دینونه د انسانښت درس ورکوی، باید په دې ښودو باندې عمل وشی.

رومانه بشیر زیاته کړه: د ټولو دینونو منونکې باید د دینونو او مذهبونو ترمنځه د همغږی او د سولې او وورولی لپاره لټون وکړو.

قبله ایاز هم تقریر وکړو او وې ویل: مونږ د اسرائیل عمل ته د یهودیانو، د امریکا عمل ته د مسیحیانو او د القاعده او داعش کار د مسلمانانو عمل نشو ټاکلې، که ټول دینونه خپل افراطی ډلې بهر کړی نو برابری او همغږی به یو خوب پاتې نشی.

اعجاز صمدانی هم تقریر وکړو او وې ویل: اسلام د غیر مسلمانانو لپاره د حقوق قایل دې او که مونږ د قرآن او سنت په رڼا کې د غیر مسلمانانو حقوق ادا کړو نو هیڅ شکایت به  یی پاتې نشی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3340015

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: