IQNA

د کربلا ولایتی شورا مشر اعلان کړی:

د امام حسین علیه السلام د عاشورا په مراسمو کې تقریبا ۶ میلیون زائران کربلا کې

3:02 - October 27, 2015
د خبر لمبر: 3395079
نړیواله ډله: د کربلا ولایتی شورا مشر «نصیف الخطابی» د امام حسین علیه السلام د عاشورا په مراسمو کې تقریبا ۶ میلیون او ۳۰۰ زره زائران کربلا کې د شتون خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «السومریه نیوز» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د نصیف الخطایی دې رسنۍ سره مرکه کې وویل: د عاشورا امنیتی او خدماتی مراسم دی کال هم په خیر سره ترسره شو، او ړومبنۍ ځل وو چې ایف ۱۶ جنګی الوتکو د دې مراسمو نه د حفاظت لپاره د کربلا ښار باندې الوتل.

نصیف الخطایی وویل: د امام حسین علیه السلام د عزاداری عاشورا مراسمو کې ۳۰۰ زره زائرانو د نړۍ له ۲۶ هیوادونو نه زائران راغلی وو، او امنیتی کارونه د ځواکو او د خلکو همکاری سره په ښه ډول ترسره شو.

هغه وویل: سره د دې چې عراق او د کربلا ښار اقتصادی او مالی بحران سره مخامخ دی خو بیا هم د کربلا اوسیدونکو مرستی سره د زائرانو خدمت په ښه ډول پیل شو، او د ۵۶۰ حسینی هیئتونو د امام حسین علیه السلام د زائرانو نه د محرم الحرام په ړومبنۍ لسمه کې ملمستیا وکړه.

د امام حسین علیه السلام سپېڅلې آستانې هم د ۳ میلیونو حسینی زائرانو د «طویریج» مشهور مراسمو کې د ګډون خبر ورکړی.

له دی نه مخکې عراقی مقاماتو هم اعلان کړی وو چې دې کال د محرم مراسمو لپاره یو ځانګړی پروګرام لری او ۳۰ زره امنیتی ځواکونه به د کربلا او نجف امن لپاره په کار اخیستلی کېږی چې د ترهګرو له اړخه په دی ښارونو کې د ترهګری ګواښونو سره به مقابله کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3393204

captcha