IQNA

لبنان کې د وحدوی غورځنګ مشر:

د امام خمینی څرګنده ځانګړتیا د الله سره، ځان او خلکو سره رېښتنوالی وو

11:12 - November 05, 2015
د خبر لمبر: 3443783
نړیواله ډله: شیخ غازی یوسف حنینه په «د امام خمینی فکر او ژوند کې قرآن» کانفرانس کې وویل: د امام خمینی یوه څرګنده ځانګړتیا د الله سره، ځان او خلکو سره رښتنوالی وو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، شیخ غازی یوسف حنینه د لبنان وحدوی غورځنګ مشر پرون د«امام خمینی فکر او ژوند کې قرآن» کانفرانس دویمه برخه کې دې مطلب ته اشاره سره وویل: الله تعالی د سوره توبه په ۱۱۹ آیت کې فرمایی: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَکُونُواْ مَعَ الصَّادِقِینَ: اى مؤمنانو ! له الله نه ووېرېږئ او دریښتینو خلکو ملګری شئ. او د امام خمینی یوه څرګنده ځانګړتیا د الله سره، ځان او خلکو سره رېښتنوالی وو.

هغه زیاته کړه: د اسلام د دې ستر روحانی او علمی شخصیت نه د قرآن او د نبوی سنت ښودنې جلی شوې، امام خمینی خپل اسلامی کارونه په ایران کې شروع کړل چې ځلندویی ټولې نړۍ ته رسیدلی.

لبنان کې د وحدوی غورځنګ مشر وویل: په لاتین آمریکا کې خلک د امام خمینی فکر نه متاثره دی او یو ځلنده ځانګړتیا د دی فکر قرآن او اسلام کې اصلی انسانی بعد دی.

شیخ غازی یوسف حنینه وویل: هم په دی وجه چی کله د امام خمینی آثار ګورو، ګورو چې امام ټول اسلامی شعار چې په اخیرنۍ ۱۰۰ کالو کې ویلی دی په ښه بڼه څرګنده کړی او عملی کړی.

حنیه د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم دی حدیت ته «إن الله یبعث لهذه الأمة على رأس کل مائة سنة من یجدد لها أمر دینها: الله تعالی په هر څلو کالو کې یو کس رالېږی چې هغه د امت دین بیا ژوندی کوی.» اشارې سره وویل: امام خمینی د دین ژوندی کوونکې وو.

هغه همدارنګه دی ته هم اشاره وکړه چې امام خمینی دې شعار سره چې نه شرقی او نه غربی بلکې جمهوری اسلامی، خپل اسلامی غورځنګ شروع کړی وو او د لبنان او فلسطین هیوادونو کې د اسلامی دفاع مؤسس وو.

د لبنان وحدوی غورځنګ مشر همدارنګه څرګنده کړه: امام خمینی اسلام د غرب په مقابله کې چې یواځی یو تاریخی دوره ګڼله یو فکر، کلتور او د ژوند یو عادی پروګرام ته بدل کړو.

هغه په اخیره کې وویل: د امام خمینی د ژوند او چلند نه ترلاسه کوو چې مسلمانان صبر، کوښښ او اجتهاد سره به الله ته رسېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3429331

captcha