IQNA

فرانس کې د قرآن نسخه شهید کولو(سوزولو) ټولنیزه ویبپاڼو کې د کاروونکو غوسه او خفګان

1:15 - November 21, 2015
د خبر لمبر: 3454823
نړیواله ډله: د فرانس له یو ځوان له اړخه په یو فلم کې د قرآن نسخه شهید کولو(سوزولو) اقدام په ټولنیزه ویب پاڼو کې خپرولو باندې د مسلمانانو کاروونکو غوسی او خفګان سره مخامخ شوی دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصریون» ورځپاڼی نه په نقل، ټولنیزه ویبپاڼو کې فعال کسانو یو فلم خپور کړی چې پکښې یو فرانسوی ځوان چې د پاریس حملې محکوم کولو په لاریون کې ګډون لرلو د قرآن کریم نسخه شهیدولو(سوزولو) اقدام کوی د هغه دا اقدام د مسلمانانو کاروونکو غوسی او خفګان سره مخامخ شوی دی.
لاریون کوونکې دا وړه ډله چې د فرانس یوڅو ځوانانو پکښې ګډون کړی وو د پاریس اوسنۍ حملې محکوم کولو لپاره سره را ټول شوی وو په لاسونو کې یی د خپل هیواد بیرغ سره تورې جنډی هم وی. له دغو نه یو کس د قرآن کریم شهید کولو(سوزولو) اقدام کوی چې د هغه دا کار د مسلمانانو کاروونکو د غوسی او خفګان سره په ټولنیزه ویبپاڼو کې مخامخ شوی.
د توئیټر او د فیسبوک ټولنیزه ویبپاڼو فعالانو د خفګان څرګندولو سره د دغه فرانسوی ځوان اقدام په اړه اعلان کړی: دا پېښه د دې څرګندوونکې ده چې د اسلام دین سپکاوی ادامه لری او دې ادعا ته اشاره کوی چې اسلام د مسلمانانو پرته نورو په خلاف د تاوتریخوالی نه حمایت کوی.
خو ولی د دې ویدیو د تاریخ ریکارډ کولو او د لاریون پیل کولو او د هغی د اسلام په خلاف شعارونو او د مسلمانانو له دغه هیواد نه ویستلو په اړه شک او ناباوری وجود لری.
د ټولنیزه ویبپاڼو کاروونکو د دې سپکاوی اقدام په خلاف اعلان کړی چې د پاریس حملې د دارنګه اقدام کولو لپاره توجیه نشی کېدلی او د تاوترخوالی له منځه وړلو غوره لاره خبرې اتری او د یو بل منل او قبلول دی او قرآن یا انجیل سوزول ناکاره چاری دی.

http://iqna.ir/fa/News/3453520

captcha