IQNA

د امام حسین علیه السلام زیارت کې د کربلا قرآنی محفلونو مشرانو غونډه

11:14 - April 11, 2016
د خبر لمبر: 3479960
نړیواله ډله: کربلا قرآنی محفلونو مشرانو درېمه غونډه د دې محفلونو مدیریت سطح ته وده ورکولو لارې څېړنه موخې سره د حضرت امام حسین علیه السلام زیارت کې پيل شوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن ویبپاڼې نه په نقل، دا غونډه د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلې دارالقرآن له اړخه د قرآنی محفلونو برخې په همت سره د امام حسین علیه السلام د زیارت «خاتم الانبیاء صلی الله علیه و آله» سالون کې پيل شوه.

دا غونډه «د قرآنی محفل نمونه» شعار سره پیل شوه او د کربلا ښار قرآنی محفلونو تقریباْ ۴۹ مشرانو په کې شتون لرلو.

د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن سره تړلې د قاریانو د انجمن برخې مشر علی الخفاجی، خپلو خبرو کې د دې غونډې اهمیت او د قرآنی محفلونو په ښه ډلو مدیریت په صحیح طریقې سره د هغې ترسره کولو باندې تاکید سره وویل: دا غونډه د کربلا ښار کې د قرآنی محفلونو موخې پېژندلو او په دغه محفلونو کې د کارکوونکو سره د نظر بدلون او په کربلا کې د قرآنی محفلونو فعالیتونو ته وده ورکولو لپاره پیل شوه.

هغه زیاته کړه: قرآنی محفلونه د قرآن صحیح قرائت، د تلاوت احکام، غږ او مقامات او د قرآن د تفسیر په اړه درسونو اهتمام کوي.

د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن قرآنی محفلونو مشر رسول الوزنی هم په دې اړه وویل: کربلا ښار کې تقریباْ ۴۹ د قرآنی محفلونو مشرانو په دې غونډه کې شتون لرلو.

هغه زیاته کړه: د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن قرآنی محفلونو سره مسلسل اړیکې لري او د عراق کربلا ښار جوماتونو، امام باړه او کورونو کې قرآنی محفلونه لري او د امام حسین علیه السلام د زیارت قاریان په دغه محفلونو کې ګډون کوي.

دا غونډه د کربلا قرآنی محفلونو مشرانو لمانځلو سره تر پای ورسېده.

http://iqna.ir/fa/news/3486094


captcha