IQNA

۲۰۰ فلسطینو ته الاقصی جومات کې د جمعه لمونځ کولو اجازت

14:02 - June 19, 2016
د خبر لمبر: 3480086
نړیواله ډله: د رمضان المبارک دویمه جمعه د الاقصی جومات کې پيل شوه چې یواځې ۲۰۰ فلسطینو ته د دې لمونځ اجازت وو.
۲۰۰ فلسطینو ته الاقصی جومات کې د جمعه لمونځ کولو اجازت

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطین خبرونو چینل نه په نقل، د ښاریانو د چارو او د معلوماتو د برخې مشر محمد المقادمه دا خبر څرګندولو سره وویل: د رژیم صهیونیست مقاماتو د دوه هفتو بندیز نه پس ۲۰۰ کسان چې د غزه په پوله اباد دې په الاقصی جومات کې د جمعه لمونځ کولو اجازت ورکړو.

المقادمه وویل: د ښاریزو یوې غونډې د منډې تړې نه ورستو د رژیم صهیونیستو مقاماتو نه په الاقصی جومات کې د رمضان المبارک د دویمې جمعه لمونځ کولو اجازت تر لاسه کړو.

هغه یواځې د غزه اوسېدونکې ۲۰۰ فلسطینو ته اجازت ورکولو باندې خفګان څرګندولو سره وویل: صهیونیستو د غزه اوسېدونکو خلاف ډېر سخت اقدامات په دې ورستې کلونو کې ترسره کړي چې منفي اثر یی تراوسه شتون لري، څه دارنګه چې اوس هم د غزه اوسېدونکو کې ځنې بیماران، محصلانو او نور دارنګه کسان شته چې د دغه سیمې نه بهر ته تللو ته اړتیاوې لري.

المقادمه همدارنګه ځنې د صهیونیستي رسنۍ ځنې خبرونه چې د غزه کسانو ته یی د رمضان المبارک میاشته کې اسانتیاوې ورکړي رد کړل او وې ویل: هغه څه چې د اسراييل د رسنيو نه منعکس کېږي د حقیقت خلاف دې.

د فلسطین غزه اوسېدونکو ښاریزو غونډه هر هفته له ۳۰۰ نه زیات فلسطیني د الاقصی جومات کې د جمعه لمونځ کولو لپاره راولې خو ولی د رمضان المبارک میاشته شروع کېدو نه ورستو او د رژیم صهیونیست له اړخه بندیز نه ورستو د فلسطیني ښاریانو راتګ ودرېدلې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3507718


captcha