قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان«جهنګ» ورځپاڼې نه په نقل، دا مظاهرې د مجلس وحدت المسلمین له اړخه د پاراچنار او د کراچۍ شیعیانو د وژنې او ترور په خلاف پیل شو.
د پاکستان شیعیانو د پاکستان د حکومت او د ترهګرو دلو خلاف شعار ورکړل.
د پاکستان مجلس وحدت المسلمین غړې او د کویټه امام جمعه سید هاشم موسوی او نورو عالمانو د کویټه مظاهرو کې د شیعیانو په وژنې باندې د پاکستان د حکومت چپتیا، د پاراچنار د شیعیانو نه د دفاع وسلې اخیستنه او د کراچۍ شیعیانو ترور باندې چپ پاتې کېدلو باندې نیوکه وکړه.
سید هاشم موسوی د دغه هیواد د پوځ له اړخه د بحرین چارو کې ګوتې وهلو په اړه وویل: دا چې د پوځ ځنې کسان د پارلمان نه بې اجازته د بحرین په داخلي مسئلو کې ګډون او د هغې ملت خلاف اقدامات کوي د پاکستان او د دغه هیواد د پوځ د بدنامۍ سبب ګرځي.
یادښتونه: تېره اونۍ د پاکستان په پاراچنار کې د ترهګرو یوه چاودنه کې تقریباْ ۲۵ شیعیان شهید او له ۵۰ نه زیات زخمي شوي وو او همدارنګه کراچۍ ښار کې د تېرو څو ورځو نه د شیعه شخصیتونو ترور یو شمېر کسان شهید شوي.