IQNA

15:49 - April 27, 2017
د خبر لمبر: 3480494
مقابلو ډله: د ټول قرآن کریم حفظ برخې د زړه روښانه کسانو د قرآن کریم نړیواله مقابلو نتیجه اعلان شوه.
د اسلامی نړۍ په زړه روښانو کې د قرآن نړیواله مقابلو لومړی مقام ترلاسه کوونکې د الجرایریه حافظ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جمهوری اسلامی ایران د زړه روښانه کسانو د قران نړیواله مقابلو دویمې دورې نتیجه اعلان شوه چې د دغې پر اساس د الجزاير حافظ لومړی مقام ترلاسه کړو.

همدارنګه عبدالله محمدی نژاد چې دغه مقابله کې د ایران استازي وو دویم مقام تر لاسه کړو او د عراق زړه روښانه قاری حسین شلال درېم مقام ترلاسه کړو.

د جمهوری اسلامی ایران د زړه روښانه قرآنی مقابلو دویمه دوره د قرآن کریم په دوه برخه حفظ او قرائت کې پیل شوې، دا لومړی ځل وو چې د قرآن قرائت برخه په دی مقابلو کې شامل شوه.

همدارنګه د قرائت برخې مقابلو نتیجه هم اعلان شوه چې له ایران محمد بهرامی لومړي شو او د ترکی علی ساراکایا دویم او محمد علدالشهید باقر له عراق دریم مقام تر لاسه کړو.

د جمهوری اسلامی ایران قرآنی نړیواله مقابلو دویمې دورې په اخیرنۍ برخه کې محمد ارشاد مربعی تلاوت دلته اورېدلي شي.

http://iqna.ir/fa/news/3593474


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: