IQNA

د پاکستان د حج کوونکو سهميې تر ۲۵ زرو کسانو زیاتوالی

21:26 - August 08, 2017
د خبر لمبر: 3480621
نړیواله ډله: د پاکستانو حج کوونکو دې کال سهمیې زیاته شوې او دا سهمیه له تېر کال په نسبت ۳۵ زره کسانو پورې زیاته شوې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په اسلام آباد کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، اندونیزیا نه ۲۲۱ زره کسان، پاکستان ۱۷۷ زره نه زیات کسانو سره، هند ۱۷۰ زره کسانو سره به دې کال ۱۳۹۶ سره حج ترسره کوې.

تېر کال تقریباْ ۱۷۳ زره کسانو حج لپاره سفر کړې وو او دې وخت دا شمېر تر ۳۵ زره کسانو پورې د پاکستان حاجيانو لپاره سهم زیات شوې دې.

د پاکستان په هیواد کې د حج چارې د دولت له اړخه اداره کېږي او د پاکستان مذهبی چارو وزارت په دغه هیواد کې د حج د چارو متولي دي.

ورځپاڼې، راډیو او ټلویزون خلک د حج لپاره نوم لیکنې نه خبره وې او له دې سره سره د مذهبی چارو وزارت له اړخه هم په عمومي توګه له خلکو نه نوم لیکلو لپاره غوښتنه کېږي.

هغه حاجيان چې کمزورې وې او یا هغه ښځې چې غواړې بې له خاونده سفر وکړې هغوي د حج په سفر نشې تللې، په دغه هیواد کې د عربستان ته تللو لپاره هیڅ محدودیت نشته او هر کس کولې شې چې د خپل وسه پورې هر کال د حج لپاره عربستان ته سفر وکړي.

د پاکستان حکومت د حج مشرتوب لپاره ځنې کسانو ته روزنې ورکوې او د حج په چارو باندې نظارت او زایرانو ته ښودنې د حج چارې ترسره کولو سازمان له اړخه پیل کېږي. د پاکستان حج کوونکې هیڅ قسمه امکانات ځان سره عربستان ته نه وړې او ټولې اړتیاوې یی دغه هیواد پوره کوې، د پاکستان په کاروان کې د حج کوونکې نوم له تللو نه یوه اونۍ مخکې معرفي کېږي.

د پاکستان مذهبی چارو وزیر سردار محمد یوسف د پاکستانی حج کوونکو امنیت لپاره ځانګړې سموونې ترسره کړې وې او تېر کال یی ویلې وو چې د حاجيانو د استوګنې ځای نه مطمئن کېدو لپاره به د موقعیت مندوونکی سیستم کوچنیو الکترونيکي چپ به د حاجیانو ګرځنده، د لاس ګهړۍ، د غاړې چین او یا ګوتمې سره وصل کېږي چې دې سره به د هغې د تللو لار او د حرکت ځای معلومېږي.

د حج سهمیه د هر هیواد لپاره د اسلامی همکارۍ د سازمان له اړخه، د هغه هیواد د ټولنې شمېر پر اساس تعیین کېږي چې په زرو یو کس وې، خو ولی بیا هم د ځنې هیوادونو سهمیه ډېره زیاته ده او عربستان خپلو ملګرو لپاره(ځنې د خلیج فارس هیوادونه) د دې قانون پیروي نه کوې، ځکه چې د ځنې هیوادونو لکه کویت او یا اماراتو په بیل بیل کلونو کې د ټولنې د شمېر نه زیات تعیین کېږي، او همدې لپاره ځنې هیوادونه د خپلې سهمیه زیاتولو لپاره له عربستان نه غوښتنې کوې.

http://iqna.ir/fa/news/3627343


captcha