IQNA

د عراق قرآنی مېرمنې په نړیواله مقابلو کې ګډون لپاره تیارېږې

17:37 - August 11, 2017
د خبر لمبر: 3480629
نړیواله ډله: د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت کې د عراق قرآنی استعداد جذب کولو لپاره او په تېره بیا د ښځو نړیواله مقابلو لپاره د تیارۍ پروګرام شورو کولو خبر ورکړي.
د عراق قرآنی مېرمنې په نړیواله مقابلو کې ګډون لپاره تیارېږې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت اطلاع خپروونکې ویبپاڼې نه په نقل، د قرآنی استعداد جذب کولو پروګرام څارونکې أمل العیدانی د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت ویبپاڼې سره مرکه کې په دې اړه وویل: دا پروګرام په مختلفو هیوادونو کې د نړیواله محفلونو او مقابلو لپاره د ممتازه حافظانو او قاریانو تیارولو هدف سره پيل کېږي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه: ۴۰ قرآنی حافظان د عراق له مختلفو ولایتونو نه په دې پروګرام کې ګډون کوې چې له دې نه مخکې د امام حسین علیه السلام د زیارت له اړخه پیل شوې د ۲۵۰۰ ګډون کوونکو پروګرام «قرآنی زر حافظان» ترمنځه دا حافظان انتخاب شوې وو.

العیداني په ادامه کې زیاته کړه: دا پروګرام به په یوه میاشته کې اجرا کېږي او په دې موده کې به د حفظ او تلاوت په اړه مختلف درسونه وړاندې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3628830


captcha