په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته اعلان کړي: دا مقابلې د المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة ښوونځې د مانیل برخې محصلانو او د فلیپین ملي پوهنتون محصلانو شتون سره د انځور ګرۍ، خطاطې، وینا یا لنډه وینا او لنډ مقالې پيل کېږي.
۲۰ کسانو په دې مقابلو کې ګډون کړې او دغه مسلمان، مسیحی، ایرانی او فلیپین محصلانو خپل احساسات د امام حسین علیه السلام او عاشورا پېښه د هنر په ژبه کې بیانه کړي.
په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان سره، د ایران او فلیپین ملګرتیا انجمن، په فلیپین کې مېشت ایرانی محصلانو انجمن او د المصطفی نړیواله ښوونځې مانیل برخې هم په دې پروګرام پيل کولو کې همکاري کړي.
د فلیپین حکومتي پوهنتون استاد او د ایران او فلیپین ملګرتیا انجمن مشر هنلیتو سیویلیا، د لنډ وینا برخه کې زینب هاویر او ډاکټر صادقي طجر، د مقاله لیکلو برخه کې تندیس تقوی او محمد جعفري(فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان مشر) او د خطاطي او انځور ګري په برخه کې به حجت الاسلام اکبری د مقابلو په مختلفو برخو کې ګډون کوي.