نړیواله ډله: امریکا او دانګلستان پشمول دهغې لویدیځی متحدانو د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې نیټې له حملو وروسته او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د همدغه کال د اکتوبر په اوه مه نیټه په افغانستان یرغل وکړ اودغه هیواد ئې ونیوۀ .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دهغې نظر سنجۍ نتیجې چې پرون دسکائی نیوز په ټیلیکس کې خپرې شوی ، ددې ښودنه کوی ، چې په دغې نظر غوښتنې کې ګډون کونکی ۷۹فی صد ګډون کونکی په دې اند دی چې د انګلستان په ګډون او دمیلیارډونو پونډو په مصرفولو ، په افغانستان له پوځی حملې اولس کلونو تیریدا وروسته اوس هم ، په افغانستان کې تاؤتریخوالی اوبې ثباتۍ هماغه راز دوام لری .