IQNA

په افغانستان کې ظلم او بې عدالتیو طالبان پیاوړی کړی دی

20:48 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481025
نړیواله ډله: د پاکستان یو دپلمات وویل: د وسلوالو مخالفانو جبهې له خلکو سره د ظالمانه چلندونو په نتیجې کې پیاوړی شوی دی . همدغه چاره لامل شوې ده چی ټول دې خبرې کول ته مجبوره شی چې د جنګ او زور په ځای د تفاهم او سوله ایزو خبرواترو لاره یوه مناسبه اوغوره لاره ده .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان د سولې عالی شورا مشر استاد عبدالکریم خلیلی وئیلی دی ، ولس په نظام کې د بې عدالتۍ او د ځای قوماندانانو دظلم او کړاؤنو په نتیجې کې د مخالفانو په تیره بیا دطالبانو په لیکو کې یو ځای کیږی .
د افغانستان د سولې دلوړې شورا مشر استاد کریم خلیلی افغان ولسمشر اشرف غنی ته په خطاب سره روښانه کړې ، ولس په نظام کې د بې عدالتیو او دځای قوماندانان له ظم اوزیاتیو خلک تر پوزې راغلی دی . حقیقت دادی چې هم بهرنی عسکر او هم هغه ځای چارواکی او سرزوری چې ځای حکومتونه تر اغیزو لاندې کړی ، خلک ئې کړولی تر دې حده چې خلک مجبوره شوی دی ، طالبانو ته مراجعه وکړی او دهغو له لیکو سره یو ځای شی .
استاد خلیلی په هلمند ولایت کې د مارجې ولسوالۍ خلک مثال ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ،هلته وضعیَت داسې دی چې خلک له حکومته خپه شوی او دطالبانو په لور ئې مخه کړې ده .
په هرحال حقیقت دا دی او ډیری شناندی او کارپوهان هم په دې اند دی چې د وسلوالو مخالفانو جبهې له خلکو سره د ظالمانه چلندونو په نتیجې کې پیاوړی شوی دی . همدغه چاره لامل شوې ده چی ټول دې خبرې کول ته مجبروه شی چې د جنګ او زور په ځای د تفاهم او سوله ایزو خبرواترو لاره یوه مناسبه اوغوره لاره ده . په کابل کې وروستۍ خونړۍ حملې چې طالبانو ئې مسئولیّت په غاړه اخستی دی ، یو ستر وحشت او څارویتوب ؤ، طالبان په دغه ډول وحشی ډوله اوظالمانه حملو سره په خلکو کې له کرکې اونفرت پرته بله څه نشی ترلاسه کولی ، خو دحکومت دنده هم داده چې د خلکو ژوند او امنیت تامین کړی . حکومت باید دقیقه محاسبه ولرل شی ، له بده مرغه په افغانستان کې ځینی کړۍ د جنګ په دوام کې ګټې لری ، دوی طالبانو ته په یوه ځانګړی انداز سره فکر کوی او او دکابل په جمهوریت څلور لاری او په انټر کانټی نینټل هوټل په وروستیو حملو پسې د طالبانو دځپنې شعارونه ډیر زیات تکراروی ، خو دطالبان ودبشپړ ځپنې شعار ، له جنګ اوبدبختیو پرته بل څه نشی کیدلی . د ښاغلی کریم خلیلی په خبره ، جنګ ، دبې عدالتیو او دخلکو دکړاؤ او زورولو لامل کیږی ، چې دا د مخالفو جبهو دپیاوړتیا او دهغوی د حوصلې دزیاتیدا سبب هم کیږی او بلاخره جنګ به هم دوام ومومی او د افغانستان د ولس وژلې او د وینو بهول به هم ورځ تربلې لازیات شی .
البته باید ووئیل شی ، چې داففغانستان د سولې عالی شورا چې تراوسه پورې ئې په دغه هیواد کې د سولې د راوستو لپاهر څه خاص نوی لاره چاره نه د ه وړاندې کړې ، باید په دې زمینې کې نوی سوله ایزې لارې چارې ولټوی او ترلاسه ئې کړی ، او سوله د افغانستان د ولس دلومړنۍ اړتیا په توګه مطرح کړی . او دتیر وخت په څیر دې یوازې د امتیاز ورکونکی اورګان په توګه رول ونه لوبوی او دسولې درامینځةکیدا په لارې کې دې اصلی خنډونه وپیژنی او نندارې دې وړاندې کړی او دخپل مظلوم اوکړیدلی ولس د هوساینې او نیکمرغۍ لپاره دې جدی او فوری ګامونه پورته کړی . که داسې و کړی ،نو دراتلونکی وخت لپاره به له دغه اورګانه یو ځلیدونکی اورګان جوړ کړی او دخپل ولس لپاره به ئې یو نیک او په زړه پورې کار هم کړی وی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i64939

captcha