له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر پرون وويلو په دغو نهه شپېتو نيول شوي کسانو کښې يولس تنه د طالب ډلې غړي او يو د داعش ترهه ګرې ډلې غړے دے.
د رپوټ له مخې د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې د انتخاباتو د امنيت د ټينګولو لپاهر د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې ۳۵ داعشي ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.
د دغه رپوټ له مخې همدارنګ له دوو ټنو زيات چاودېدونکي مواد چې ټاکل شوې وه د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو په ورځ ترې د ګڼ شمېر ترهه ګريزو چاودنو لپاره استفاده وشي کشف او ضبط کړې شول.
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځو کښې د ترهه ګريزو حملو او چاودنو له امله تقريباً څلوېښت تنه مړۀ او يو سل شل تنه نور هم ژوبل شول.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان اکتوبر د مياشتې په شلمه او يويشتمه نېټه وشول چې وړومبنۍ نتيجه به يې د نومبر په لسمه او وروستۍ او قطعي نتيجه به يې د دسمبر په شلمه نېټه اعلانيږي.