IQNA

23:15 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481786
نړیواله ډله: د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کښې د طالب ډلې په یوه ناسته کښې چاودنه شوې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کښې د طالب ډلې په یوه ناسته کښې چاودنه شوې ده.د افغانستان طلوع نیوز خبر ورکړی چې دغه چاودنه نن مازیګر په شمالي ولایت بدخشان کښې د طالب ډلې د مشرانو د غونډې د ترسره کیدو په وخت شوې ده.
په دې چاودنه کښې د ازبکستان د حرکت اسلامي ترهګرې ډلې یو جګ پوړی غړی وژل شوی دی.
په بدخشان کښې د رامینځته شوې دې پيښې په هکله نور جزئیات لا نه دي ترلاسه شوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79025
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: