د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز نه په نقل، له افغانستان؛ د پاکستان د بهرنې چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل: په دې وخت کښې له ۱۵ زرو نه زیات کسان د امریکې نظامي ځواکونه په افغانستان کښې مېشته دی، دا کسان چې د افغانستان د ځواکونو د مرستې، روزنې او ښودنې مسؤولیت او قوي ملاتړ باندې مامور دی او یا د ترهګرو خلاف عملیات ترسره کوي.
وال استریت ژورنال په وروستيو کښې د امریکې د دفاع وزارت چارواکو نه به نقل سره دا خبر چې له ۷ زره نه زیات امریکایی نظامي ځواکونه له افغانستان نه وځې خو ولی تراوسه امریکایی چارواکو دغه راپور په رسمي توګه تایید کړې نه دي، خپور کړې وو.
قریشي له دې نه مخکې هم ویلې وو چې پاکستان، په افغانستان کښې د طالبانو ترهګرو ډلې یو شمېر بندې کسان په دغه هیواد کښې د سولې خبرې شورو کولو لپاره ازاد کړې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3775099