IQNA

صبغت الله مجددي خاورو ته وسپارل شو

21:46 - February 13, 2019
د خبر لمبر: 3481954
نړیواله ډله: د افغانستان د اسلامي دولت د مخکني رئیس صبغت الله مجددي د جنازې لمونځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر سره او د کابل ښار په عاشقانو عارفانو سیمه کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر غني ترڅنګ ګڼو نورو چارواکو او د سیاسي حزبونو مشرانو ګډون کړی و.
ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې تر لمانځ وروسته نوموړی لومړنی شخصیت وباله چې د شوروي اتحاد پر ګواښ او غېر عملي مناسباتو چې د افغانستان د بې طرفۍ عنعنوي سیاست یې بدل کړ.
نوموړي زیاته کړه چې حضرت صبغت الله مجددي تل ما «غني» پخواني ولسمشر کرزي، سرور دانش او عبدالله عبدالله ته نیکې مشورې ورکړي دي.
ولسمشر غني د اساسي قانون په لویه جرګه کې د نوموړي د رول یادونه وکړه و زیاته یې کړه چې "حضرت صاحب په مشورتي لویو جرګو کې د ملت اجماع، نبض او خبرې بیان کړې."
نوموړي زیاته کړه چې حضرت صاحب د خپل ژوند له لومړیو ورځو څخه د ملت په خدمت کې وو او د خپل ژوند تر وروستیو ورځو یې خلکو ته د یووالي، اتفاق او همغږۍ مشورې ورکړي دي.
حضرت صبغت الله مجددي وړمه شپه د کابل ښار په یو روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳کلونو په عمر سا ورکړه.
http://www.iqna.ir/fa/news/3789501
captcha