IQNA

د افغانانو ترمنځه د سولې مذاکراتو نه د ناټو د حمایت اعلان

13:35 - March 12, 2019
د خبر لمبر: 3482020
نړیواله ډله: د ناټو غیر نظامي سفیر په افغانستان کښې د افغانستان حکومت اجرایوي چارواکو سره په کتنه کښې اعلان وکړو چې د شمالي اتالنتیک تړون سازمان له افغانانو ترمنځه مذاکراتو نه حمایت کوې.

د ایکنا راپور له مخې، د خبرنامه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، افغانستان، نیکو لاس کی، په افغانستان کښې د ټاټو نوې غیر نظامي سفیر، د افغانستان حکومت اجرایوي مشر سره په ۱۹ اسفند(۱۰ مارچ) باندې کتنه وکړه چې به دغه هیواد کښې سوله ترلاسه کول خپل ترټولو نه لومړي ماموریت وشمېرلو.
کی زیاته کړه: ناټو د افغانستان حکومت د افغانانو ترمنځه سولو لپاره د مذاکراتو لپاره د لارښودو نه حمایت کوي.
په دغه کتنه کښې عبدالله عبدالله خواهان د ناټو او د افغانستان ترمنځه  ملګرتیا او همکارۍ ته د ادامه ورکولو غوښتنه وکړه.
له دې نه وړاندې، ینس استولتبرګ، د ناټو مشر، څرګنده کړې وه چې د وتلو لپاره خاص وخت او یا په افغانستان کښې د ناټو د ځواکونو شتون ته ادامه ټاکلې شوې نه دی، له افغانستان نه د ناټو ځواکونو وتل په دغه هیواد کښې د امنیت او د ترهګرو د ګواښونو له منځه وړل سره تړون لرې.
هغه ادامه کښې وویل چې د ناټو سازمان د افغانستان امنیتي ځواکونو نه حمایت تر ۲۰۲۴ پورې ژمن دی، خو ولی تر هغه وخت چې په افغانستان کښې سوله شوې نه ده د ناټو ځواکونو به په دغه هیواد کښې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3796895
captcha