IQNA

د ډګر جنرال سلیمانی د شهادت له عاملانو به سخت غچ واخلو

22:28 - January 03, 2020
د خبر لمبر: 3482630
نړیواله ډله: د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه شهادت په دغو ټولو کلونو کې د سردار ډګر جنرال سلیمانی د بې ځنډه هلوځلو انعام وو او د هغه په تلو سره به د هغه کار او لاره بند او نه تړل شی .

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په یوه پیغام کې د سپاه پاسدان د قدس ځواکونو د قوماندان سردارډګر جنرال قاسم  سلیمانی د شهادت د تسلیت په ترڅ کې ټینګار وکړ هغه جنایتکاران دې  د سخت غچ په تمه ووسی چی خپل پلیت لاسونه یې د هغه او د بیګانۍ پیښې د نورو شهیدانو  په وینو ککړ کړل .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن سهار په دغه پیغام کی جوته کړه د نړۍ له شرغواړو او شیطانانو سره د مبارزې په میدانونو کې له کلونو کلونو مخلصانه او شجاعانه مجاهدت اود خداې په لاره کې د شهادت له کلونو کلونو ارزو وروسته بالاخره ګران سلیمانی دغه لوړ ځای ته ورسید او د هغه پاکه وینه تر ټولو ظالم او بی رحمه کسانو په لاس په مځکه تویه شوه .

د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه شهادت په دغو ټولو کلونو کې د سردار ډګر جنرال سلیمانی د بې ځنډه هلوځلو انعام وو او د هغه په تلو سره به د هغه کار او لاره بند او نه تړل شی .                                                                                                                                                                                           

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دې خبرې په کولو سره چی شهید سلیمانی د مقاومت نړیواله څیره ده او د مقاومت ټول میناوال د هغه وینه غوښتونکی دی ، جوته کړه درست دوستان او دښمنان دې پوهه شی چی د مقاومت د جهاد کرښه به په ډیرې انګیزې سره دوام ومومی او پریکنده بریالیتوب د دغې مبارکې لارې د مجاهدانو په تمه دې .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ زمونږ د ګران او سرشیندونکی سردار فقدان تریخ دې خو د مبارزې دوام او نهایی بریالیتوب ته رسیدا به د قاتلانو او جنایتکارانو لپاره ډیرې ترخې پایلې ولری .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود جوته کړه د ایران ملت به د سردار سلیمانی او ورسره نورو شهیدانو په تیره بیا د اسلام د ستر مجاهد ابومهدی المهندس نوم او یاد لمانځی او درناوې به یې وکړی او زه په هیواد کې درې ورځې عمومی ویر اعلانوم .

سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی نن سهار د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهید شو .

مونږه هم یو ځل بیا په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوو .   https://parstoday.com

captcha