د ایکنا راپور له مخې، ۸ کاله پس د رهبری د ستر مقام په امامتی کښې د تهران د جمعې لمونځ او د سیمي مهمو پیښو، د نړۍ د رسنیو توجه ځان ته جلب کړه.
د الجزیره خبري آژانس د مسافري الوتکې نسکوریدل او د سردار سلیماني د ترور له پيښو وروستو د رهبری د معظم مقام خطبه ډېره مهمه وګڼله او د هغوي دا خبره یې ذکر کړه چې: د ایران ملت یو ځلې بیا خپل یوالې او عظمت ثابت کړو.
السومریه نیوز
د عراق السومریه نیوز خبري آژانس هم د رهبری د معظم مقام دا جمله خپل سرلیک وګرځولو او وې لیکل: د سردار سیلماني ترور د امریکا د حکومت په لمنه د شرم داغ دی.
ټي. آر. ټي انګلیسي
د انګلیس ټي آر ټي خبري آژانس هم د رهبری د معظم مقام دا جمله چې هغوي د امریکا په اډي باندې د برید ورځ یوم الله ټاکلي ته اهمیت ورکړی.
د رویترز خبري آژانس
د رویترز خبري آژانس د حضرت آیت الله خامنه ای په امامت د تهران د ننني جمعې په لمونځ کښې د خلکو لوی شمیر شتون ته اشاره کړې ده.
رویترز لیکلي: آیت الله خامنه ای د امریکا په اډې باندې د دغه هیواد توغندي برید ورځې ته د یوم الله نوم ورکړ او اعلان یې وکړ چې ایران له دغه اقدام سره د امریکا په مخ درنده څپیړه ورکړې ده.
العهد خبري آژانس
العهد رسنۍ د تهران نننې جمعې لمونځ په اړه خپل راپور کښې دغه لمونځ ډیر مهم او حساس وټاکلو.
العربیه
دغه خبري آژانس د رهبری د معظم مقام دغه خبرو ته په اشارې سره لیکلې چې د رهبری د معظم مقام فرمایلي چې د امریکا په اډي باندې د برید ورځ او د مقاومت د چورلیز د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی د جنازې د دستورو شپې ورځې باید د یوم ا... په توګه یاد وساتل شی.
له دې سربیره د نړۍ نورو رسنیو لکه میډل ایسټ آی، د فرانسې حکومتي خبري آژانس، اسکاینیوز، اسپوتنیک روسیه، المیادین او آناتولی ترکیه او نورونړیوالو په لسګونو ټیلیویژنی چینلونو د مسلمانانو دولی امر دجمعې لمانځه خطبو ته په ژوندۍ خپرونو کې پوښښ ورکړی.