IQNA

د افغانستان ولسمشر: د طالبانو د خوشې کولو په اړه هیڅ ژمنه نه ده شوې

16:46 - March 01, 2020
د خبر لمبر: 3482847
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر خبر ورکړ: د دغې هیواد حکومت د امریکا او طالبانو ډلې ترمنیځه د سولې د توافق نامې پر اساس، د پنځه زره طالبانو د خوشې کولو ژمنه نه ده کړې.

له آناتولي خبري آژانس څخه په نقل، اشرف غني نن سهار په کابل کې په خبري ناستې کې دې ته په اشارې سره چې امریکا دافغانستان د حکومت له زندانونو د طالب بندیانو دخوشي کولو صلاحیّت نه لري او په دې ا ړه ورسره هیڅ ژمنتیا نه لرو وئیلي دي ،د پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع، یوازې د افغانستان د حکومت او ولس په صلاحیّت کې ده او امریکا په دې زمینې کې هیڅ صلاحیّت نه لري .
دافغانستان ولسمشر ټينګار کړی ،د طالب بندیانو خوشي کیداهیڅکله هم د افغانانود ترمینځد خبرواترو دپيلیدا د وارمخکې شرط په توګه مطرح نه ده، خو داموضوع د افغانانو ترمینځ د سولې په خبرو کې مطرح کیدلی شي. د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې د طالبانو دمرکچي ټيم مشر شیرمحمد عباس ستانکزئ هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،بین الافغاني خبرې اترې به د مارچ په لسمه نیټه پيل شي او له دې مخکې له امریکا سره د موافقې په اساس، باید له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بندیان خوشي شی .
داپه داسې حال کې دي چې بیګا د افغانستان و لسمشر اشرف غني د ناټو موسیسې له عمومي منشي ینس سټولتنبرګ او د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم وئیلي،د افغانستان روا نظام، د اسلامی امارت نظام نه ،بلکې یو جمهوری نظام دی او طالبان باید له امریکا سره په موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده ووسي .
د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري او هغه موافقه چې له مخکې راهسې د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .
بلاخره له ډیرو کوټلو یو کلنو خبرواترو وروسته او په افغانستان کې د جنګ د نه دریداپه باب له اندیښنو سره سره ، امریکا او طالبانو پرون د سولې هوکړې ته رسیدلي او د امریکا استازي زلمي خلیل زاد او د طالبانو ډلې دسیاسی چارو مرستیال ملاغني برادر دغه موافقه سره لاسلیک کړې ده . په دغو دستورو کې د یوشمیر هیوادونو استازو هم شتون درلود.ددغې موافقې په اساس ټاکل شوې ده دطالبانو د تاؤتریخوالي د کوولو شرط ته دپابند کیدا په بڼه کې به امریکا په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي .
د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري او هغه موافقه چې له مخکې راهسې د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .
3882386

captcha