تهران(ایکنا) - د امام مهدي عج د زوکړې په کلیزه د کورونا د خپریدو د مخنیوي لپاره د امام حسین علیه السلام زیارت له زائرانو څخه خالي دی او په مسافرانو باندې د کربلا ولایت ټولې دروازې بندې دي.
د امام مهدي عج د میلاد په کلیزه د کربلا حال ډیر غریبانه دی. سړکونه تش پراته دي او د امام حسین علیه السلام حرم له زائرانو څخه خالي دی. په دې حال کښې د انسانیت د منجي د وزکړې په ورځ، د امام حسین علیه السلام د حرم سازمان د دې حرم د سنګار اقدام کړی دی.